کابل / د وږي ۱۶ مه / باختر
د کونړ په څوکۍ ولسوالي کې د اسلامي امارت په همکارۍ ۱۴۷۳ بې وزلو کورنیو د خوراکي توکو مرسته ترلاسه کړه.
په کونړ کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د معلوماتو له مخې؛ یاده مرسته د مرکز اسعد آباد په ګډون د دغه ولایت په ۹ ولسوالیو کې له ۱۱ زرو ۶۷۱ بې وزلو کورنیو سره کېږي.
ن/ر
3 کمتر از یک دقیقه