نړۍ

د برازيل په يوه جېل کې د نښتې له امله څه دپاسه٥٠ تنه ووژل شول

برازيليا/ نيوزنو/ باختر/ د زمري ٨مه
د برازيل په "آلتاميرا" جېل کې د دوو مجرمو ډلو ترمنځ نښته کې څه ناڅه ٥٧ تنه ووژل شول.
د جېل مامورينو اعلام وکړ چې د شپاړسو تنو وژل شويوکسانو سرونه غوڅ شوي او يو شمېر نور د اورلګيدنې او زندي کېدو امله وژل شوي دي. 
د جېل دوه کارکوونکي هم په نښته کې اسير شوي وو چې وروسته آزاد شول.
نښته په سيمه ييز وخت پرون سهار په اوو بجو پيل شوه او مازيګر پاى ته ورسېده.
ختم- سعيده – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته