خبرونهټولنه

په کونړ کې د چت غورځېدو پېښه کې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کابل، د کب ۱۲مه، باختر

د کونړ ولایتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز اسعد اباد کې د کور د چت غورځېدو له امله ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولایت والي مولوي قدرت الله ابو حمزه د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې نن سهار د دغه ولایت د مرکز اسعد اباد اړوند په اندرسیر کلي کې د زیاتو ورښتونو له امله د یوه کور چت نړېدلی چې په پایله کې ۴ تنه مړه او ۳ نور  ټپیان شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې دوې ورځې وړاندې په هلمند کې هم د اورښتونو له امله د چت غورځېدو پېښه کې ۵ تنه مړه شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته