کابل باختر دزمري پنځمه :
په بادغيس ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره دطالبانو په نښته کې يو وسله وال طالب ووژل شو اويو تن بل ټپي شو .
دبادغيس ولايت يوسيمه ئيز مقام شراف الدين مجيد باختراژانس ته خبر ورکړ طالبانو تيره شپه دبادغيس ولايت دبالامرغاب ولسوالۍ په کازي سيمه کې دملي اردو په يوې پوستې وسله وال بريد وکړ چې له امله يې يو طالب ووژل او يوتن بل ټپي شو .
دغه راز په دې جګړه کې دملي اردو دوه تنه سرتيري هم ټپيان شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ