خبرونهورزش

په کونړ کې د‌ ټېب بال کرکټ غوره ليګ سياليو اتلولي صافي لوبډلې وګتله

کابل، د لېندۍ ۲۵مه، باختر

د کونړ د بدني روزنې او سپورټ آمريت لخوا او د څوکۍ خصوصي ښوونځي او نورګل کارګو شرکت په مالي همکارۍ او همغږۍ سره په څوکۍ ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ غوره ليک سيالۍ چې اوونۍ وړاندې د شپږو لوبډلو تر منځ‌ پیل شوې وې.

د سياليو پايلوبه د صافي او مسعود لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه د صافي لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، مسعود لوبډلې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۲۹ منډو هدف ورکړل، صافي لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ياد هدف په ۱۰ اور کې پوره کړ، چې په دې توګه يې د ياد جام اتلولي په خپل نوم کړه.

اتفاق، افغان، انصاف، صافي، څوکۍ خصوصي ښوونځي او مسعود هغه لوبډلې وې، چې په دې سیالیو کې د یو بل پر وړاندې ولوبېدې.

د‌ يادونې وړ ده چې، د يادو سياليو موخه سپورټ ته د‌ ځوانانو هڅول و، چې ۱۸ ورځې يې دوام وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته