سیاست

دبهرنيو چارو وزير دايټاليا له سفير سره وکتل .

کابل باختر دثور اتمه :
دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني پرون په کابل کې دايټاليا له سفير ليوچيانو پيزوتي سره  چې په افغانستان کې دده کاري دوره پاى ته رسيدلې ده دمخه ښې کتنه وکړه .
  دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. دبهرنيو چارو وزير په افغانستان کې په بيلابيلو برخو کې دايټاليا جمهوريت دهمکاريو او دامنيت اوثبات دتامينولو  په لاره کې ددغه هېواد دځواکونو دسرشندونو له امله مننه وکړه او دايټاليا جمهوريت يې دافغانستان ددولت اوخلکو ښه دوست وباله او ويې ويل چې دغه هېواد په سختو ورځو کې  د افغانستان ددولت او خلکو  تر څنګ ولاړ دى .
وروسته په کابل کې دايټاليا جمهوريت سفير په دې ترڅ کې چې په افغانستان کې دايټاليا دسفير په توګه  کار يې دځان وياړ وباله دافغانستان له اسلامي جمهوريت سره دښو او دوستانه اړيکو لرل يې خپل هېواد لپاره مهمې وبللې .
دايټاليا  سفير څرګنده کړه چې هېواد يې له افغانستان سره په بيلابيلو برخو کې دهمکاريو په دوام ژمن دى .
ده کابل ته دايټاليا جمهوريت دبهرنيوچارو دوزير وروستۍ سفر چې په بهير کې يې ددواړو هېوادونو ترمنځ دهمکارۍ درې موافقه ليکونه لاسليک شول له افغانستان سره ددوامدارې دوستۍ او همکارۍ لپاره دايټاليا دژمنو مهمه نښه نښانه وبلله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته