کابل / د چنګاښ ۲۳مه / باختر
د يو قومندان په ګډون شپږ وسله وال طالبان تېره شپه په کونړ کې ووژل شول.
د ٢٠١سېلاب قول اردو وياند شېرآقا امانزي باختر آژانس ته وويل چې د وسله والو طلبانو مهم قومندان محمود حيدري د دغې ډلې له پنځو نورو غړیو سره د کونړ د اسمار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په جګړه کې ووژل شو.
امانزي زياته کړه چې په دې جګړه کې يو طالب ټپي شو او جنګي وسايل یې له منځه يوړل شول.
ختم- ج –ا