امنیت

په ننګرهار کې دطالبانو او داعشيانو ترمنځ خونړۍ جګړې .

کابل باختر دسلواغې  درې ويشتمه :
دننګرهار ولايت يوځل بيا  دطالبانو او داعشيانو ترمنځ  دجګړو ډګر و .
  دغه جګړې  په تيرو ٢٤ ساعتو کې  دلعل پورې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې رامنځته شوي دي .
دهېواد په ختيځ کې  د پوليسو يوقوماندان باختراژانس ته وويل  چې په نويو جګړو کې  ديارلس تنه  وسله وال طالبان او داعشيان وژل شوي دي .
  ده وويل: جګړې  ددغو دوو  ډاراچوونکو ډلو ترمنځ  دواک پرسر  رامنځته شوي دي  .
دوروستيو څو کلونو په بهير کې  دهېواد ځينې سيمې  دطالبانو  او داعشيانو ترمنځ  د خونړيو  جګړو ډګر و .
ددغو جګړو له امله  ملکي وګړو ته  د تلفاتو په اوښتو برسيره  په سلګونو کورنۍ  دخپلو کورونو پريښودو ته اړې شوي دي .
  ختم_  ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته