خبرونهاقتصادټولنه

په کندهار کې څه باندې ۱۳۰۰ څاروي تلف شوي دي

کابل، د کب ۱۲مه، باختر

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو په دغه ولایت کې د سختو اورښتونو له امله د ۱۳۱۲څارويو د تلف خبر ورکړی دی.

د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وياند ننګيالي سمون د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د سختو اورښتونو له امله د دریو ورځو په لړ کې ۱۳۱۲ غواګانې، وزې او پسونه د سړې هوا، بارانونو د اورېدلو له امله تلف شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د دغو ورښتونو له امله د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې هم زرګونه حيوانات تلف شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته