ټولنه

امريکا : دايبولا په وړاندې نړيوال غبرګون مطلوب نه دى

نيويارک فرانسپرس   باختردلړم دمياشتې ٥ :
دملګروملتو په سازمان کې د امريکا سفير سامانتاپاور   پرون  د افريقا لويديځو هېوادونو ته د خپل سفر په پيل کې  چې دايبولا د وژنکې ناروغۍ دخپريدو له خطر سره مخامخ دي ، له ايبولا ځپلو هېوادونو سره  نړيوال ملاتړ نامطلوب وباله. دفرانسې دخبري آ ژانس دخبرله مخې :  سامانتاپاور ګينه ته  له  رسيدو مخکې  وويل :  ايبولا  ته  نړيوال ځواب بايد داوسني حالت په نسبت په بشپړه توګه  توپيري  حالت ته ورسيږي .
ده زياته کړه :  زياترو هېوادونو لا تراوسه پورې  دطبي لوازمو ، دخوب د وسايلو او د منلو د اعتبار لپاره د مرستې  غوښتنو ته مثبت ځواب نه دى وړاندې کړى.
د نړ ۍ د روغتيايي سازمان د نويو شمېرنو له مخې :  دنړۍ په ګوټ ګوټ کې څه ناڅه لس زره تنه دايبولا په ناروغۍ اخته دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته