خبرونهاقتصادټولنه

په کندهار کې د موسمي سبزیجاتو د کرلو په موخه ۵ شنې خونې جوړيږي

کابل، د وري ۷ مه، باختر

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو د یاد ولایت د مرکز په ګډون په ۴ ولسوالیو کې د موسمي سبزیجاتو د کرلو د دودولو په موخه د شنې خونې د جوړولو خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند ننګیالی سمون د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د کرنې وزارت له لوري ۶۸۰ زرو افغانیو په لګښت د موسمي سبزیجاتو د کرلو او دودولو په موخه د کندهار ښار ترڅنګ په دامان، ډنډ، خاکرېز او ژړۍ ولسوالیو کې په آزمایښتي ډول ۵ شنې خونې جوړيږي.

هېره دې نه وي، چې په هره شنه خونه ۱۷۰ زره افغانۍ لګول کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته