خبرونهټولنه

په کندز کې د شهیدانو او معلولینو لپاره نوی برېښنایي سېستم پرانیستل شو

کابل، د سلواغې ۵مه، باختر

په کندز ولايت کې د شهیدانو او معلولینو د ثبتولو په موخه د نوی برېښنايي سېستم شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلاوي او سیمه ییزو چارواکو په شتون کې پرانیستل شو.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو رییس باختر آژانس ته وویل چې په ‌دې سېستم کې به د شهیدانو، معلولینو او کونډو ثبت نام کېږي او له دې سره به د جعل او تزویر مخنیوي ترڅنګ د بیت‌المال سره د خيانت مخه هم ونیول شي.

هغه زیاته کړه چې دغه لړۍ له فتحې را وروسته شروع شوې او تر دې دمه دغه سېستم په ۲۵ ولایتونو کې فعاله شوی او تراوسه پورې د دغه سېستم په وسیله د‌ هېواد‌ په کچه ۱۷۰ تنه ثبت شوي دي.

په ورته وخت کې بیا د ولایت مقام د دفتر رييس مولوي عبدالغفور شهیدزوی په کندز کې د دغه سېستم د فعالولو له امله د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت څخه د مننې ترڅنګ وویل چې په‌ دې سره به د شهیدانو او معلولینو امتیازاتو کې لا روڼتيا او شفافیت رامنځته شي.

دغه ‌راز بیا دوه تنه معلولینو عبادالله محمدي او نورالله امیري له باختر خبري آژانس سره په خبرو کې د دغه سېستم د فعالېدو له امله د اسلامي امارت له مسوولینو څخه د مننې ترڅنګ وویل چې پخوا حکومتونو کې د‌ ډېرو بې نظميو له امله به د یو معیوب امتیاز داسې کس ته ورکول کېدو چې هېڅ معلول نه، خو اوس له نېکه مرغه هغه وختونه نشته او اسلامي امارت ټولو معلولینو ته یو رقم امتیاز ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته