ورزش

دافغانستان دشل کلنو ځوانانو دفوټسال ټيم دهانګ له ټيم سره لوبه کوي .

کابل باختر د غبرګولي ٢٥مه
دهېواد دشل کلنو  دفوټسال ملي ټيم نن داسيا  داتلوالى  جام په سياليو کې دهانګ له ټيم سره سيالي کوي .
  دباختراژانس دخبرله مخې، دغه لوبه نن د افغانستان په وخت  دماښام په اووه نيمو بجو  پيلېږي .
په دې سياليو کې داسيا  دولس غوره ټيمونه  په څلورو ډلو کې سيالي کوي . چې افغانستان دايران او هانک کانګ له ټيمونوسره  په يوګروپ کې شامل دى . او دهرګروپ  دوه غوره ټيمونه ددغوسياليو  راتلونکې پړاو ته به  لاره ومومي .
داسيا  د شل کلنو دفوټسال سيالي  پرون  دايران په تبريز کې پيل شوې . چې په لومړى لوبه کې دايران ټيم ددريو په مقابل کې په اوو سره دهانګ کانګ ټيم ته ماتې ورکړه .
دافغانستان دفوټسال ملي  ټيم  په دغوسياليو کې ښه  چمتو والي لري او ددغوسياليو له پيل څخه مخکې په يوه دوستانه لوبه کې جاپان ته ماتې ورکړه
ټاکل شوې ده  دافغانستان دفوټسال ملي ټيم سبا خپله دويمه لوبه دايران له ټيم سره  ترسره کړي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته