خبرونهټولنه

په کندز او میدان وردګو کې د ترافیکي پېښو له امله یو تن مړ او ۱۶ نور ټپيان شوي دي

کابل، د سلواغې ۱۱مه، باختر

د کندز د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې د یوې ترافیکې پیښې له امله ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د یاد ولایت د خان ‌آباد ولسوالۍ د عامې روغتيا آمر ډاکټر محمد صابر اسرار د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې نن د خان‌آباد ولسوالۍ د انجیر پوستې په سیمه کې یوه سراچه ډوله موټر د برق له پایې سره لګېدلی چې له امله یې یو تن مړ او ۷ نور ټپیان شوي دي.

اسرار وویل، چې د پیښې ټپیان د دغه ولایت د خان آباد ولسوالۍ روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوې دي.

ورته مهال د کابل – کندهار پر لویه لاره د میدان وردګو د سیدآباد ولسوالۍ په حیدر خېلو سیمه کې د دوو مسافر وړونکو موټرو ترمنځ ترافیکي پېښه کې ۹ تنه ټپیان شوي دي.

یاده دې شي چې د یادو ترافیکي پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته