کابل / د سلواغی / ۲۱ / باختر
ټاکل شوې ده د کندز له طبیعي پېښوسره د مبارزې ریاست په دغه ولایت کې پر۵۵۰۰ اړو کورنیو خوراکي او غیرخوراکي توکي ووېشي.
د کندزله طبیعي پېښوسره د مبارزې رییس مولوي شفیع الله جواد د باخترآژانس خبریال ته وویل : په دغو مرستو کې اوړه ، مۍ ، وچه ډودۍ او اوبلن ګاز شامل دی چې دوست هېواد قزاقستان لېږدولى ده.
د یادونې وړ ده چې دغه مرسته د کندز په مرکزکې پر۲۰۰۰ کورنیو او د کندز په اوو ولسوالیو کې پر۳۵۰۰ کورنیو له سروې وروسته وېشل کېږي.
ع