خبرونهامنیت

په کابل کې ۱۹ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

۴۰- کابل / د مرغومي۱۵مه / باختر
پولیسو د کابل په بېلابېلو سیموکې په اوپراتیفي عملیاتو کې ۱۹ کسان د جنايي جرمونو په اړوند نیولي دي.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د باختر آژانس خبریال ته وویل: دغه کسان په تېرو ۲۴ ساعتو کې د کابل د وسله والې غلا، د غیرقانوني وسلو د ګرځولو، د پیسو او موبایلو د غلا، د نشه يي توکو د پلور او شوکمارۍ په اړوند د کابل په دویمې، څلورمې، شپږمې، اوومې، اتمې، یوولسمې، دولسمې، دیارلسمې، اتلسمې، یوویشتمې ناحیو قره باغ ولسوالۍ کې نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه ۳ تومانچې، یو کلاشینکوف، یوه اندازه نشه يي توکي او یوکرولا موټر د پولیسو لاس ته ورغلي دي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته