اقتصاد

هرات دزعفرانو دکيفيت دټاکنې لپاره ديو ستر ازمايښت ځاى دجوړولو په درشل کې.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٤
په نږدې راتلوونکي کې د زعفرنو دکيفيت دټاکنې ازمايښت ځاى جوړيږي.
دهرات ولايت دکرنې رياست دترويج لوى مدير باختر آژانس ته وويل چې د زعفرانو دکيفيت ازمايښت ځاى به په هرات کې تر يوې مياشتې پورې جوړ شي.
اوس ددغې ادارې څلور تنه کارکوونکي د لازمو زده کړو په مقصد بهرته استول شوي دي.
هرات ولايت په هيواد کې د زعفرانو له اصلى توليدونکو ولايتونو څخه دى او دهرات زعفران په نړۍ کې ځانګړى ځاى ترلاسه کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته