کابل، د غبرګولي٢٩مه، باختر
یو شمېر محدودې غيردولتي ورځپاڼو د هېواد پر بېلابېلو سیاسي او پوځي مسایلو خپرونې کړې دي.
د باخترآژانس خبريال د دغو ورځپاڼو خپرونو ته په کتنې سره يو رپوټ چمتو کړى دى.
د اطلاعات روز ورځپاڼې د (طالبان: امريکا زموږ د حکومت په رسميت پيژندلو کې ترټولو سترخنډ دى) ترعنوان لاندې ليکلي دي.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې امریکا د طالبانو د رسمیت پیژندلو مخه نیولې ده.
نوموړي له خبريالانو سره په يوه مجازي مرکه کې امريکا د طالبانو د رسميت پيژندلو پر وړاندې تر ټولو سترخنډ وباله.
د امريکا غږ د خبر له مخې مجاهد ویلي: دغه هېواد (امریکا) نورو هېوادونو ته اجازه نه ورکوي چې په دې برخه کې حرکت وکړي او په دې برخه کې یې کوم ګام نه دی پورته کړی.
د ٨ صبح ورځپاڼې (په نړۍ کې د قحطۍ او د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو ګواښ) تر عنوان لاندې ليکلي دي.
د خوراکي توکو کمښت او د قحطۍ ګواښ زيات جدي شوی، دا ستونزه په ډېرو ځایونو کې د بشر د بدبختۍ لامل کېږي، قحطي د نړۍ په سلګونو میلیونه وګړي له لوږې سره مخ کړي دي.
اقتصاد د دولتونو او د خلکو د ژوند یوه برخه جوړوي.
| ذ