کابل، د لړم ۲۹مه، باختر
د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت وايي چې د کابل ولایت په موسهي ولسوالۍ کې د څه باندې ۳۴ زره ډالرو په لګښت د یوه استنادي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې.
یاد وزارت زیاته کړې چې دغه دېوال د موسهي ولسوالۍ په مياخيلو کلي کې د یو.ان.ډي.پي. موسسې په مالي ملاتړ د ٣٤ زره ٢٧٤ امريکايي ډالرو په لګښت رغول کېږي.
دغه وزارت همدارنګه ویلي چې یاد استنادي دېوال ۲۸۵ متره اوږدوالی لري چې د چارو په بشپړېدو سره به يې د نوموړي کلي د اوسېدونکو کورونه او کرنیزې ځمکې د سېلابونو له خطر څخه خوندي شي.