کابل، د چنګاښ٢١مه، باختر
یو شمېر غيردولتي ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د هېواد په بېلابېلو سیاسي او پوځي مسایلو مطالب خپاره کړي دي.
د باختر آژانس خبريال د دغو ورځپاڼو خپرونو ته په کتنې سره دغه رپوټ چمتو کړى دى.
د «اطلاعاتو روز» ورځپاڼې”په روزګان او پکتیا کې سېلاوونو ۳۰ تنه وژلي دي. ” ترعنوان لاندې لیکلي دي.
په روزګان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې وروستیو سېلاوونو ۲۴ تنه وژلي او زیات مالي زیانونه یې اړولي دي.
په ورته وخت کې په پکتيا کې هم د سېلاوونو له امله د شپږو تنو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د « 8 صبح ورځپاڼې» ” وګړنيو سرچینو ويلي، چې د دوشنبې په شپه د چنګاښ په ۲۰مه د سمنګانو په مربوطاتو کې د وارداتي برېښنا دوه ستنې وېجاړې شوې دي” تر سرلیک لاندې لیکلي دي.
وګړنيو سرچینو د ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې د سمنګان – بلخ پر لویه لاره د برېښنا دوه ستنې د نامعلومو کسانو له خوا وېجاړ شوې دي.
تر اوسه پورې طالبانو د دغو ستنو د وېجاړېدو په اړه څه نه دي ویلي.
په تېرو دوو مياشتو کې په سمنګانو کې د وارداتي برېښنا پنځه ستنې وېجاړې شوي او څه موده وړاندې هم د سمنګانو ولايت په اړونده سيمه کې د وارداتي برېښنا درې ستنې وېجاړې شوې وې.
/ ذ