سیاست

د جمهور رييس مرستيال د قانون د واکمنۍ دشاخصونو د مطالعاتوله ډلې سره په کتنه کې: د قوانينو په اجرا کولوکې لا تر اوسه پورې په جدي ستونزوکې لتاړ يو

کابل باختردزمري دمياشتې ١٩ :
د قانون د واکمنۍ د شاخصونو د مطالعې د ګروپ مشرتابه هيئت نن د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست له دويم مرستيال قانپوه سرور دانش سره وکتل او د دغې مطالعاتي ډلې له خوا د ترسره شويو کارونو په باره کې يې رپوټ وړاندې کړ.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د جمهور رييس مرستيال په دې کتنه کې د قانون د واکمنۍ د معيارونو د وړاندې کولو په دليل د قانون د واکمنۍ د شاخصونو د مطالعاتو له ګروپ څخه د قدردانۍ په ترڅ کې څرګنده کړه: زموږ عدلي او قضايي سيستم په اجرااتو او مديريت کې لا تراوسه پورې په ستونزوکې لتاړ دي او مهم چلنجونه شته خو د محتوا او متن په برخه کې کم له ستونزو سره مخامخ يو.
ده زياته کړه: تر اوسه پورې د قانون د واکمنۍ د سنجش لپاره په افغانستان کې شاخصونو او معيارونو  شتون نه  درلــــــود؛ خو له نيکه مرغه  دا کار اوس د ملي او نړيوالو موسسوپه هلوځلو سره بشپړ شوى دى.
په دې کتنه کې د قانون د واکمنۍ د شاخصونو د مطالعاتو د ګروپ مسوولينو د تحقيق  د بشپړيدو د بهير  په باب د رپوټ د وړاندې کولو په ترڅ کې وويل: له دووکلونو را په دې خوا مو په ټول افغانستان کې تحقيقات ترسره کړل چې په هغو کې د حقوقو له ماهرانو، د عدلي او حقوقي بنسټونو له کارکوونکو، دمدني ټولنې له غړو او له عامو خلکو څخه پوښتنې وشوې.
د دوى دڅرګندونوله مخې: له ټولو ترسره شويو پوښتنو له تجزيې او تحليل څخه  اوس د محکمو، څارنواليو، پوليسو، جيلونو، د عدليې وزارت او مدافعو وکيلانو د ټولنې له برخو څخه  ١٢٦ شاخصونه استخراج شوي دي.
دوى څرګنده کړه چې د نويو شاخصونو له مخې د قانون واکمنۍ په تيرو دوو کلونو کې وده کړې ده  او  زياتې هيلې شته چې په راتلوونکې کې هم لا پسې ښه والى ومومي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته