
کابل، د غبرګولي ۳۱ مه، باختر
د احمد شاه بابا مېنې د الکترونیکي تذکرو وېش څانګې مسووولین په تېرو څو میاشتو کې توانېدلې چې له ۱۰۰ زرو زیات غوښتنلیکونه طی مراحل او غوښتونکو ته تذکرې ووېشي.
د احمدشاه بابا مېنې د الکترونیکي تذکرو وېش څانګې عمومي مدیر احمد ولي غفوري وايي چې دې وېش څانګې د ۱۰۰ زره الکترونیکي تذکرو په وېش سره شاوخوا ۳۰ میلیونه افغانۍ عواېد د دولت خزاني ته راټول کړي.
دغه وېش څانګه د ۶۶ کارکوونکو په لرلو سره، په بېلابېلو برخو کې نارینه وو او ښځو ته د نوملیکنې، بایومټریک او وېش خدمتونه وړاندې کوي چې په ورځنې ډول د شاوخوا ۲۰۰۰ غوښتنلیکونو د طی مراحل وړتیا لري چې یادې وېش څانګې ته په منځني ډول ۱۰۰۰ غوښتونکي مراجعه کوي.
ښاغلی غفوري زیاتوي، چې په یاده وېش څانګه کې د نویو تذکرو د وېش ترڅنګ، له وېش وروسته خدمتونه هم فعال دي چې هېوادوالو ته د کورنۍ د نویو غړو د ثبت، د کورنۍ د پاتې غړو د ثبت، د مثنی تذکرې او د ودونو او زېږونونو د ثبت خدمتونه وړاندې کوي.
عبیدالله چې د احمدشاه بابا مېنې د الکترونیکي تذکرو وېش څانګې ته ورغلی وايي، چې پخوا یې الکترونیکي تذکره اخیستې او دا چې الکترونیکي تذکرو په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړې، نو په همدې خاطر د کورنۍ پاتې غړو ته هم الکترونیکي تذکرې اخلي.
س.صدیقي