کابل، د چنګاښ٢١مه، باختر
د پکتیکا کې په یوه کور کې د ګازو د بالون د چاودنې له امله یو تن ووژل شو او پنځه نور ټپیان شول.
دا پېښه د اختر په دریمه ورځ ناوخته د سروبي ولسوالۍ په یوه کور کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د کورنۍ غړي یې د اختر د نمانځلو په حال کې وو.
د راپورونو له مخې په دې چاودنه کې د کور یوه برخه نړېدلې ده.
د پکتيکا د اطلاعاتو او فرهنګ رييس محمد امين حذیفه باختر آژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې يو تن وژل شوی او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.
په پکتيکا کې د يوه روغتيايي مرکز ډاکترانو د دغی پېښې د يوه ټپي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بللى دى.
د ګازو د ټيټ کيفيت لرونکو بالونونو کارول او د دغو بالونونو په کارولو کې د کورنيو بې پروايي په هېواد کې تل ورته خونړۍ پېښې شوې دي.
| ذ