خبرونهټولنه

په پکتیکا کې اووه ټنه تاریخ تېري توکي وسوځول شول

کابل / د غویی ۳ مه / باختر

د پکتیکا ښاروالۍ له هټۍوالو څخه اووه ټنه تر وخت تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي راټول او ویې سوځول.

د ښرنې ښاروال مولوي هلال باختر آژنس ته وویل، چې دغه توکي د تېرو پنځلسو ورځو په موده کې د لسو ریاستونو په همکارۍ  له هټیو راټول شوي چې نن وسوځول شول.

ښاروال پر هټۍ والو غږ وکړ چې پر هېوادوالو تاریخ تېري توکي ونه پلوري او هر څوک چې سرغړونه وکړي قانوني چلند به ورسره وشي.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې لسګونه ټنه تاریخ تېري توکي راټول شوي او سوځول شوي وو.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته