خبرونهامنیت

په پچيراګام کې چاڼيز عمليات پيل شول

کابل / د غبرګولي ٢۶مه / باختر

د ننګرهار په پچير اګام ولسوالۍ کې نن سهار چاڼيز عمليات پيل شول.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې امنيتي او دفاعي ځواکونو د وسله والو طالبانو له شتون څخه د ننګرهار د پچيراګام ولسوالۍ د ځينو سيمو د پاکولو په خاطر ګډ عمليات پيل کړل.

خوږياڼي زياته کړه چې دغه عمليات به د وسله والو طالبانو له شتون څخه د دغې ولسوالۍ تر بشپړ پاکولو پورې دوام وکړي.

ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته