خبرونهاقتصادټولنه

په پروان کې لسګونو مېرمنو ته د کار زمینه برابره شوې ده

کابل، د لېندۍ ۲۲مه، باختر

د پروان په مرکز چاریکارو ښار کې د ممیزو د پروسس او بسته بندۍ په یوه خصوصي شرکت کې ۸۰ مېرمنو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د یاد شرکت د مېرمنو برخې مسووله انیسه وايي چې په دغه شرکت کې ۸۰ مېرمنې د ممیزو په پروسس او بسته بندي کولو کې په کار بوختې دي.

نوموړې له اسلامي امارت غواړي چې په دغه ولایت کې دې ته ورته شرکتونه جوړ او بې وزله مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړي.

ورته مهال یو شمېر مېرمنې چې په دغه شرکت کې په کار بوختې دي وايي چې په یاد شرکت کې د کار کولو له امله کولای شي چې خپلې کورنۍ ستونزې تر یوه حده حل کړي.

په همدې حال کې د دغه شرکت مسوول حاجي علي جان وايي، په دغه شرکت کې ۸۰ ښځینه او ۲۰ نارینه د سهار له ۸ بجو څخه د ماسپښین تر ۳:۳۰ بجو پورې کار کوي او هره ورځ ۴ ټنه ممیز پروسس او بسته بندي کوي چې د ۱۸ ورځو په ترڅ کې۶۰ ټنه روسیې هېواد ته صادروي.

د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس قاري رازمحمد یاسر د یاد شرکت له رهبرۍ مننه وکړه او ويې ویل چې هڅه کوي دې برخه کې شرکتونه او سوداګر وهڅوي څو مېرمنو ته د کار زمینه برابره شي.

هغه زياته کړه، چې اوسمهال د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې ۳۵ توليدي شرکتونه فعاليت لري، چې سلګونو کسانو ته يې د کار زمينه برابره کړې ده.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته