کابل /دثور ٩مه /باختر
د پروان د مرکز ده قاضي په سيمه کې د ماين په چاودنه کې د ترافيکو د دوو مسوولينو په ګډون د پوليسو درې افسران ووژل شول.
د پروان د امنيې قوماندانۍ يومسوول د دغې پېښې په تاييدولوسره وويل چې د پوليسودغه افسران د يوې ترافيکي پېښې د څيړنې لپاره د چاريکارو ښار د ده قاضي سيمې ته تللي و ، چې د دوى د سپرلۍ موټر په ماين وخوت .
هغه وويل چې دغه ماين طالبانوښخ کړې و.
ختم – ج- ا