امنیت

په ننګرهارکې د يولړچاودنو مخه ونيول شوه

  جلال آباد  باختر دزمري دمياشتې  ١٦  :
په ننګرهار ولايت کې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه.
امنيتي مامورانو نن سهار د دغه ختيځ ولايت په ګڼ ميشتو سيموکې اووه ماينونه او بمونه کشف او شنډکړل.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال باختر آژانس ته خبر ورکړ چې د دغو بمونو او ماينونو د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي، خو پوليس وايي چې د دغې پيښې د عاملانو د نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته