خبرونهروغتیا

په هېواد کې د کرونا ویروس ۲۴ نوې پېښې ثبتې شوې دي

٣٨- کابل / د سلواغۍ / ۱۹/ باختر
د عامې روغتیا وزارت په تېرو ٢٤ ساعتو کې په هېواد کې د کرونا ویروس د ۲۴ نويو پېښو د ثبتولو او د دریو تنو د مړه کېدو خبر ورکړ.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ په تېرو ۲۴ ساعتو کې په هېواد کې د کرونا ویروس د نویو پېښو په ثبتولو سره په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر۵۵ زرو ۳۵۹ ته رسېدلی دی.
دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتو کې په کرونا ویروس ۳ اخته کسان مړه شوي او د مړو شویو شمېر دوه زرو ۴۱۳ ته رسېدلی دی او د روغ شویوکسانوشمېر۴۸ زرو ۴۱ ته رسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس د واکسین ٥٠٠ زره دوزه نن د افغانستان د عامې روغتيا وزارت ته وسپارل شول.
هندوستان لومړنى هېواد دى چې د کرونا ويروس پرخلاف مبارزه کې له افغانستان سره پنځه سوه زره دوزه واکسينو مرسته کوي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته