کابل / د کب ۹ / باختر
ټاکل شوې ده د دغو هلو ځلو په ترڅ کې د اوبو کانال چې د لښکرګاه ښار په بولان ساحه کې دغو ځمکو ته اوبه برابروي، د پاکولو چارې یې پیل شي.
دغه کانال د خوړو نړیوال سازمان په مالي مرسته او د هلمند د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا ریاست له لارې پاکېږي.
د هلمند د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا ریاست یوې سرچېنې باخترآژانس ته وویل چې د دغه کانال په بیا رغاونې سره به ۲۴۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې خړوب شي.
د دغه کانال جوړول به شپږمیاشتې دوام وکړي.اوس د سیمې لسګونه ځوانان د دغه کانال په بیارغاونه بوخت دي.
ع