امنیت

دڅرخي پله جيل ته څيرمه دبې نظمۍ له امله يو تن ووژل شو.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٣
دڅرڅي پله جيل ته څيرمه يو تن نن  هغه وخت ووژل شو چې دبنديانو يو شمير پايوازانو  آزانو په بې نظمۍ لاس پورې کړ .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :  يو تن  نن دغرمې په شاوخوا د څرخى پله جيل ته څيرمه هغه وخت ووژل شو چې يو زيات شمير پايوازانو  چې غوښتل يې جيل ته ننوځي په  بې نظمۍ لاس پورې  کړ .
دکورنيو چارو وزارت دجيلونو او توقيف خونو رييس لوى پاسوال عبدالحکيم کوهستاني دباختر آژانس خبريال ته وويل :  يو شمير پايوازانو چې غوښتل يې له بنديانو سره دکتنې په ورځ جيل ته ننوځي په بې نظمي لاس پورې کړ .
پوليسو هلې ځلې وکړې چې نظم اعاده کړي خو يوه دوکاندار په  تومانچې سره ګواښ وکړ او پوليس يې وګواښه  پوليس دې ته اړ شو چې هوايي  ډزې وکړي  چې په دې پيښه کې يو تن ټپي شو او وروسته  يې په روغتون کې سا  ورکړه .
له دغې پيښې وروسته دساحې دوکاندارانو خپل دوکانوته وتړل او په اعتراض
يې لاس پورې کړ .
پوليسو په ساحه کې تحقيقات او پلټنې پيل کړي دي او يو پوليس نيول شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته