خبرونهاقتصاد

په هلمند کې د ۱۰۰۰ جریبه دولتي ځمکې د غصب مخه ونیول شوه

کابل، د کب ۱۶ مه، باختر

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د مارجې، واشیراو باباجې ولسوالیو کې د څه باندې ۱۰۰۰ جریبه دولتي ځمکې د غصب مخه نیول شوې ده.

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مارجې ولسوالۍ  د کرنیزو خدمتونو د مدیریت مسوولینو د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې یاده ولسوالۍ  په شیریندل بازار، قاسم بازار، بصیربازار، اخترمحمد بازار او سیستاني او د واشېرولسوالۍ د لر، بچي رابیا او ناخومبرې وطنونو او د باباجي ولسوالۍ په یوشمېرسیمو کې ځینې غاصبینو غوښتل، چې ۱۰۰۰ جریبه دولتي ځمکې غصب او هلته نوې آبادۍ وکړي چې یادو ولسوالیو د کرنې مسوولینو د اړوند امنیتي حوزې د مسوولینو په همکارۍ د غاصبینو د غصب مخه ونیول شوه.

د یادو پېښو په تړاو څلور دېرش عرادې تراکتورونو ترڅنګ ۱۱ تنه غاصبین هم نیول شوي چي اړوندو عدلي او قضایي ادارو ته به وروپېژندل شي.

د یادونې وړده، چې تر دې وړاندې هم په یادو ولسوالیو کې د یوشمېر دولتي ځمکو د غصب مخه نیول شوې وه او دا پروسه به دوام ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته