کابل، د چنګاښ ۱۱ مه، باختر
د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال پیل شوې سیالۍ د پيکان لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې. دغه سیالۍ یوه میاشت وړاندې پیل شوې وې چې پرون پای ته ورسېدې.
د هلمند فوټبال فدراسیون مسوولین وايي چې پیکان او ځوانانو لوبډلو پایلوبې ته لاره پيدا کړه، په خبره یې پيکان لوبډله وتوانېده چې سیالې لوبډلې ته د ۳ پر صفر ماتې ورکړي او د اتلولې جام په خپل نوم کړي.
د سیالیو غوره لوبغاړی عبدالخالق، غوره ګول ساتونکی عبدالسلام او عبدالروف چې اووه ګولونه یې وهلي و، غوره ګول وهونکی ونومول شول.
دا په داسې حال کې ده چې د هلمند په مرکز لښکر ګاه کې د کجکي جام تر عنوان لاندې د کرکټ پيل شوې سیالۍ د کندهار لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ د هلمند په کوربتوب د کندهار او هرات لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې چې درې ورځې یې دوام وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اسلامي امارت د کرکټ بورډ چارواکو ویلي چې ورزش ته به ځانګړې پاملرنه کېږي.
س. صدیقي