خبرونهټولنهTOP

په هلمند کې د توپانونو له امله ۲۵ کورنیو ته درانه زیانونه اوښتي دي

کابل، د وري ۹ مه، باختر

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په مارجې ولسوالۍ کې توپانونو خلکوته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رییس الحاج حافظ عبدالباري راشد د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د مارجې ولسوالۍ مشترک بازار دښتې سیمه کې د توپانونو او بادونو له امله ۲۵ کورنیو ته د یو میلیون ۴۷۰ زره افغانیو په ارزښت مالي زیانونه اوښتي دي.

په ورته وخت کې ولسي وګړو له اړوندو موسسو او دولتي چارواکو څخه د مرستې غوښتنه وکړه او ویې ویل:« که له دوی سره مرسته ونشي د دوی حاصلات به له منځه لاړشي».

د یادونې وړ ده، چې تردې مخکې هم د زیاتو اورښتونو له امله خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته