خبرونهاقتصادټولنه

په هلمند کې اور لګېدنې مالي زیانونه اړولي دي

کابل، د غبرګولي ۲۵ مه، باختر

د هلمند په مرکز لښکر ګاه کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي چې د پروړې په ټالونو کې د اور لګېدنې له امله مالي زیانونه اوښتي دي.

چارواکي وايي چې اور د درېیمې حوزې د بولان په سیمه کې د پروړو په ټالونو کې لګېدلی او دوه میلیونه افغانۍ زیان یې اړولی دی.

د هلمند د اور وژنې آمریت مشر د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته ویلي چې سیمې د اور وژنې ډله په وخت رسېدلې او د اور د خپرېدو مخه یې نیولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ هم د دغه ولایت په مرکز کې په یوه هټۍ کې د اور لګېدنې له امله زیات مالي زیانونه اوښتي و.

ن.ر

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته