کابل، د چنګاښ لومړۍ نېټه، باختر
په هرات کې د تېرې یوې میاشتې په بهیر کې په لسګونو تنه د جنايي جرمونو په تور نیول شوي دي.
نیول شوي کسان په وژنې، انسان تښتونې، غلاوې، د نشه يي توکو پېر او پلور، قاچاق، اخلاقي فساد په تور تورن دي.
د هرات د امنیې قوماندانۍ یوې سرچېنې باختر آژانس ته وویل، چې په یوه میاشت کې ۷۸ تنه د جنايي جرمونو په تور نیول شوي دي.
هغه وویل، چې دغه کسان د پولیسو د عملیاتو او د پلټنو په بهیر کې له ښار او یو شمېر ولسوالیو څخه نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه جنګي وسایل، نشه يي توکي او د کور غلا شوي مالونه هم ترلاسه شوي دي.
ع