خبرونهامنیت

په نیمروز او فراه کې څه باندې درې زره کیلوګرامه قاچاقي توکي او درمل ترلاسه شول

کابل، د غويي ۲مه، باختر

د نیمروز او فراه د ګمرکونو د ګرځنده څارنې کارکوونکو د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې څه باندې درې زره کیلوګرامه قاچاقي توکي او درمل کشف او ترلاسه کړي دي.

باختر آژانس ته د مالیې وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په ترلاسه شویو توکو کې ۱۸۲۰ کیلوګرامه پاکستاني انساني طبي درمل، ۲۹ زره ۷۶۰ پاکټه نشه یي درمل، ۶۰۵ کیلوګرامه رُب، ۲۳ بستې لوبیا، ۳۳۶ کیلوګرامه پلاستیک او ۵۴۳ کیلوګرامه چاکلېټ شامل دي چې قاچاق وړونکو غوښتل په پټه یې هېواد ته وارد کړي. 

د سرچینې په وینا، ترلاسه شوي توکي او عاملین یې د نورو څېړنو او اجراآتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.

ویل شوي چې اوسمهال د هېواد په ټولو لویو لارو کې د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې ټیمونه فعال دي او چا ته اجازه نه ورکوي چې ممنوعه او قاچاقي توکي صادر او یا وارد کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته