امنیت

جمهور رئیس غني په ویډیویي کتنه کې له امنیتي مسؤولینو سره پر امنیتي حالت وغږېد

کابل باختر دثور اوولسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني د توحيد مرکز د ویدیویي کنفرانس له لارې له امنیتي منسوبینو سره ویډیویي کتنه او خبرې اترې وکړې.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کنفرانس کې جمهور رئیس، له لوی درستیز شېرمحمد کریمي، دکورنیو چارو له وزیر نورالحق علومي، د دفاع وزارت له سرپرست عنایت الله نظري، د کورنیو چارو وزارت له ارشد امنیتي مرستیال، د ملي امنیت له سلاکار، د قول اردوګانو له قوماندانانو، امنیه قوماندانانو او د ملي امنیت له ولایتي رئیسانو سره د هېواد د امنیتي حالت د ښه والې په اړه خبرې اترې وکړې.
جمهور رئيس وویل چې زه د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندان په توګه پر ټولو ځواکونو ویاړم او د افغانستان د ولس په استازيتوب ستاسې د قربانيو او سرښندنو مننه کوم.
جمهور رئيس غني دغه راز وویل، تاسو ثابته کړې ده چې د هېواد او ملي نوامیسو د دفاع صلاحیت او زړورتیا لرئ.
وروسته، د هېواد د قول اردو ګانو، هوايي ځواکونو، ۱۱۱ فرقې، بګرام زندان او د غزني، بغلان، سمنګانو او بدخشان د امنيې، او کندز ولایت د عامه نظم قوماندانانو، د بدخشان سرپرست والي او د دغه ولایت د ملي امنیت رئيس، جمهور رئيس ته خپل راپورونه وړاندې کړل.
جمهور رئيس محمد اشرف غني د راپورونو تر اورېدو وروسته مسؤولینو ته د امنیتي حالت د لا ښه والي په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
دتوحید مرکز چې څه موده وړاندې د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقوماندانۍ د امنیتي اطلاعاتو د همغږۍ په منظور پرانیستل شو، تر دې مخکې د جمهوري ریاست د اطلاعاتو د همغږۍ د مرکز په نامه یادېده، چې په دې غونډه کې په توحيد مرکز ونومول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته