– کابل، د غبرګولی ۱۴ مه، باختر
په نيمروز کې امنيتي منسوبانو په دغه ولايت کې د يوشمېر جنګي وسايلو د کشف خبر ورکړ.
د نيمروز ولايت د چهاربرجک ولسوالۍ امنيه قوماندان مولوي عبدالله انس باخترآژانس ته وويل چې امنيتي منسوبینو د چهار برجک ولسوالۍ د ګولو درن سيمې په مربوطاتو کي د يو لړکشفي عملياتو په ترڅ کي د هشتاد ودو توغندي ۲۳ ګولۍ او د هاوان ۲ ګولۍ او یو شمېر نورې ولسې ترلاسه شوې دي.
هغه وويل د پېښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي، خو په اړه يې پلټنې پيل شوې دي.
\ ذ