کابل، د غبرګولي ۹ مه، باختر
د نوای بانوان افغانستان (NNWA) موسسه په نورستان کې له ٥٠٠ کورنیو سره د سولري کوکر (هغه دیګ بخار چې په لمریزه برېښنا پخلی په کې کېږي) مرسته کوي.
د نوای بانوان موسسي ولایتې مسؤل د نورستان له والي حافظ محمد آغا حکیم سره په کتنه کې ویلي، دوی پلان لري چې نورستان ولایت مرکز پارون کې له (٥٠٠) کورنیو سره د سولري کوکر مرسته کوي، د دغه کار موخه د چاپیریال او ځنګل ساتنه ښودل شوې ده.
د یادې موسسې مسوولین وايي چې د دغه پروګرام د تطبیق لپاره یې بشپړ چمتوالی نیولی چې نږدې راتلونکو ورځو کې به پلي شي.
د نوای بانوان افغانستان موسسي ولایتې مسؤل فیروز وویل، چې یاده موسسه په نورستان ولایت کې د سولر کوکر، بڼوالۍ او نغدې پیسو په برخو کې فعالیت کوې. هغه زیاته کړه چې د دغه پروګرام د پلې کولو لپاره (UNDP) (١٤٩) زره امریکایی ډالر ځانګړې کړي.
د نورستان والي حافظ محمد آغا حکیم د موسسې مسؤلینو ته ډاډ ورکړ، چې ولایتي اداره یې ملاتړ کوي او د کار لپاره به ټولو موسسو ته هرې سیمې ته د تګ لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.
سعیده