خبرونهټولنه

په نورستان کې د ۳ میلیونو افغانیو په لګښت یو جومات جوړ شو

 کابل، سلواغې ۲۸مه، باختر

د نورستان ځايي چارواکي وايي چې د ولایت د مقام په انګړ کې د ۳ میلیونو افغانیو په لګښت یو جومات جوړ شوی دی.

د النور خیریه بنسټ مسوول مولوي عبدالحق د باختر آژانس خبریال ته وویل چې د نورستان ولایت په مقام کې د دغه بنسټ له لوري د ۳ میلیونو افغانیو په لګښت یو جومات چې د ۳۰۰ لمونځ کوونکو وړتیا لري د لسو میاشتو په موده کې جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

یاده دې شي چې له دې وړاندې هم په یاد ولایت کې دې ته ورته لسګونه پروژې پلې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته