روغتیا

ترکمنستان په تورغندي ښارګوټي کې دښځو لپاره ددرملنې ځانګړۍ مرکز جوړوي .

کابل باختر د چنګاښ  يو ديرشمه :
ترکمنستان غواړي چې دافغانستان په تورغندي  ښارګوټي کې دښځو لپاره ددرملنې لومړنى  مخصوص سمبال مرکز جوړ کړي .
  دغه مرکز چې دترکمنستان هيواد په مالي او فني مرسته به جوړ شي .  روغتيايي اوطبي خدمتونو ته دميندو اونجونو داړتياو زياته برخه لرې کوي .
په هرات کې دترکمنستان  قونسل دهرات ولايت له مرستيال  اصيل الدين جامي سره په کتنه کې  ددغه پرمختللي روغتيايي مرکز دجوړولو  دطرحې دبشپړيدو  خبر ورکړ اوويې ويل  هيواد يې ژمن دى چې دغه مرکز په نږدې راتلوونکي کې جوړ کړي .
په همدې حال کې دهرات ولايت مرستيال دتيرو کلونو په بهير کې  دافغانستان له دولت اوخلکو سره دترکمنستان ددولت دمرستو اوهمکاريو له امله قدرداني وکړه .
  له بلې خوا دبهرنيو چارووزارت دنمايندګى درياست مرستيال عبدالغفار جمشيدي چې په دې غونډه کې يې برخه لرله وايي په دې روغتيايي  مرکز کې به ددرملنې او دکتنې خدمتونه هم په وړيا ډول ناروغانو ته وړاندې شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته