خبرونهامنیت

په ننګرهار کې د طالبانو د عشر او زکات د راټولولو مسوول ووژل شو

٢٩- جلال اباد / د سلواغۍ / ۴/ باختر
هغه سړی چې ویل کېږي د عشر او زکات په نامه یی د طالبانو د ډلې لپاره د کلیو له اوسیدونکو څخه جزیه اخیسته له پوځیا نو سره په جګړه کې ووژل شو.
مولوي غفار تېره شپه د پچیراګام په ولسوالۍ کې هغه وخت چې د کلي اوسیدونکي يې د پیسو او خوړو اخیستلو ته اړ کول پرې برید وشو.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ یوه جګپوړي مفام د باختر اژانس خبریال ته وویل چې مولوي غفار له خلکو پیسې اخیستلې او هغه یی یوازی په ننګرهار کې د طالبانو په ډار اچوونکو بریدونو کې لګولې .
طالبانوتر اوسه په دې اړوند څه نه دی ویلي .
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته