خبرونهامنیت

په ننګرهارکې یوسړی د انسان تښتوونکوله منګولوڅخه آزاد شو

کابل / د زمري لومړۍ / باختر

د ننګرهارامنیتي ځواکونه وايي چې یوسړی د انسان تښتوونکوله منګولوڅخه وژغوره.

مدثر۵۰ ورخې مخکې له جلال آباد ښارڅخه تښتول شوی و او پرون ناوخته د یولړعملیاتوپه پایله کې د شینوارۍ ولسوالۍ په مربوطاتوکې وژغورل شو.

انسان تښتوونکو د ده د آزادولو په بدل کې له کورنۍ څخه یې ۳۰۰ زره ډالره غوښتې وو.

د ننګرهارد والي ویاند عطاالله خوږياڼي باخترآژانس ته وویل چې انسان تښتوونکو مدثریې وهلی او ډبولی و او لاسونه  او پښې  یې په ځنځيرسره تړلي وو.

ویل کېږي انسان تښتوونکو د امنیتي ځواکونوپه عملیاتوکې تښتېدلي دي او د دوی د پېژندنې او نیولولپاره د پولیسو هلې ځلې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته