خبرونهاقتصادټولنه

په میدان وردګو کې ۵ چک ډیمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

کابل، د مرغومې ۲۰مه، باختر

د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د میدان وردګو ولایت په نرخ، چک، جلریز، جغتو، او سیدآباد ولسوالیو کې  ۵ چک ډیمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست مولوي عبدالطیف منصور وویل چې د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي پروژو په برخه کې له ولس سره کړیو وعدو ته ژمن دی، چې له امله یې نن ۵ چک ډیمونه چې کابو دوه میاشتې مخکې یې د جوړیدو چارې پیل شوې وې نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

ورته مهال د یاد ولایت د سیندیزې حوزې ريیس مولوي عبدالصمد حلیم باختر آژانس ته وویل چې دغه چک ډیمونه د اوبو او انرژۍ وزرات له بودجې څخه د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د دغه ولایت په نرخ، جلریز، چک، جغتو، او سیدآباد ولسوالیو کې جوړ او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

بل خوا د سیمې اوسېدونکي د اسلامي امارت د دغه شان پروژو پلې کېدو نه خوښ دي او وایی چې له دغه بندونو سره به تر ځمکې لاندې اوبو زېرمې پیاوړې شي او تر یوه بریده به د اوبو ستونزه هم حل شي.

د یادولو وړ ده چې په راتلونکي کال کې به د میدان وردګو ولایت په دریو نورو ولسوالیو کې هم ورته چک ډیمونه جوړ شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته