سیاست

مطبوعاتي اعلامیه!

کابل باختر د غويي د مياشتې ١٦ مه
د افغانستان د پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د خوست ښار په یعقوبي جومات کې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې پر مرکز تروریستي برید په کلکو ټکو وغانده.
پخواني جمهور رئیس دغه برید چې زموږ یو شمېر هېوادوال یې شهیدان او ټپیان کړل بشري ضد جنایت او د افغانستان د دښمنانو او د هغو پردیو لاسونو کار بولي چې نه غواړي افغانان پر خپلو پښو ودرېږي، له پردي استعمار څخه خلاص او د سولې او ثبات خاوندان شي.
حامد کرزی د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب د یادې پېښې د قربانیانو کورنیو ته وړاندې کوي او د لوی خدای (ج) له دربار څخه شهیدانو ته د جنت، کورنیو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا غوښتنه کوي.پاى_ ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته