کابل، د لېندۍ ۲۹مه، باختر
د میدان وردګو د بدني روزنې او سپورت آمریت او (افغان پلان جوړونې مرکز) مؤسسې په مالي لګښت د دغه ولایت ۱۲ ټیمونو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ځواک میدان ښار لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.
د یاد ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمر ذبیح الله وهاج باختر آژانس ته وویل چۍ دغه سیالۍ دوې ورځې وړاندې د ټولنيز سمون او یوالي مؤسسې له خوا ۱۲ ټیمونو ترمنځ پیل شوې وې او نن ځواک میدان ښار لوبډلې د چک ولسوالۍ لوبډلې ته د ۱/۳ ماتې ورکولو سره بریا خپله کړه.
بل خوا د ټولنيز سمون او یوالي مؤسسې د عامه اړیکو مسوول نقيب الله ثاقب باختر آژانس ته وويل چې د یادو د سیالیو څخه یې موخه د ځوانانو ترمنځ یووالی او خواخوږۍ فضا رامنځته کول وو.
هېره دې نه وي چې د بدني روزنې او سپورت آمریت له خوا دوې اوونۍ وړاندې هم په دغه ولایت کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ هم تر سره شوې وې چې اتلولي یې د میدان وردګو ټيم تر لاسه کړې وه.