کابل / د غبرګولي ٢۴مه / باختر
د لوګر امنيتي مسوولين وايي چې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه کې ٩ طالبان وژل شوي دي.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند ګل حيدر احمدي باختر آژانس ته وويل چې دغه طالبان هغه وخت ووژل شول چې د لوګر په مرکز قلعه جمعه کې پر امنيتي پوستو بریدونه وکړل.
احمدي زياته کړه چې په دغو جګړو کې ١۵ نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
د خبرځای د څرګندونو له مخې؛ دغه راز د وسله والو طالبانو يو توغندی ويشتونکى، يوه پيکا، يو کلاشينکوف او جنګي وسايل د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم- اکرم