امنیت

د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين د کابل په شمال کې امنيتي حالت وڅېړه

کابل/ د سلواغې ١٧مه/ باختر
د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين تېره شپه د خيرخانې د سرکوتل امنيتي پوسته او ١٧مه امنيتي حوزه وکتله.
باختر آژانس ته د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلومات وله مخې؛ ستر امنيتي معين جنرال عبدالصبور قانع د امنيتي پوستو پر کتنې سربېره، د هغو بار وړونکو موټرو له چلوونکو سره چې د کابل – شمال په تګلوري کې روان وو؛ هم وکتل او د دغې  لويې لارې د امنيتي حالت په اړوند يې د هغوى نظريې ترلاسه کړې او دغه راز له هغې کورنۍ سره کتنې ته چې يو خپلوان يې څه موده مخکې تښتول شوى و؛ ورغى او ويې ويل چې پوليس به له قانون ماتوونکو سره جدي چلند وکړي.
ستر امنيتي معين په دغوکتنوکې د امنيتي حالت د ښه والي يادونه هم وکړه.
ختم- ف – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته