خبرونهټولنهښوونه او روزنه

په لوګر کې یو لومړنی ښوونځی جوړ شو

کابل، د کب ۶مه، باختر

د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلین وایي، چې د دې ولایت مرکز ته اړوند آبچکان سیمه کې د آبچکان مرکزي په نوم د هلکانو او نجونو یو لومړنی ښوونځی جوړ شوی دی.

د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغه ښوونځی د پوهنې ریاست په هلو ځلو او د پوهنې وزارت له منظورۍ وروسته تاسیس شوي، چې په راتلونکي ښوونیز کال کې به د زده کوونکو پرمخ پرانیستل شي.

مسوولینو وویل، چې د یاد ښوونځی پرانیستلو سره به له زده کړو پاتې شاوخوا ۴۰۰ ماشومانو ته د زده کړو منظم چاپېریال برابره شي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د لوګر کډوالو په ښارګوټي کې د صلاح الدین ایوبي په نوم یو لومړنی ښوونځی جوړ شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته